Asset 1SWN

فاریاب کې دوو ټرافیکي پېښو یو ماشوم او یوه ښځه مړه کړي

faryab-333333-q3n269twc0h5e2bxs2c0xhjbefufxl8xdvzveubnuw

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د میمنې‌-‌مزار پر لویې لارې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الدین محمدي وايي، دا پېښې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ د میمنې‌-‌مزارشریف پر لویې لارې شوې دي.

د محمدي په وینا، یوې کرولا د شیرین‌تګاب ولسوالي اړوند په فیض‌اباد دښته کې یوه اووه کلنه نجلۍ تر موټر لاندې کړې او مړه کړې ده. هغه وايي، موټرچلوونکی یې نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د یوې سراچې او کرولا د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوې او د کرولا د چلوونکي په ګډون، دوه کسان ټپیان شوي دي.

د دغو ټرافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌غوري او ګړندی تګ یاد شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام