تېره دوشنبه محمد‌داوود لغماني د فاریاب ولایت د پوځ په لومړۍ لوا کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو چې ورسره د فاریاب ولایت اوسېدونکو د اعتراض په توګه د ولایت مقام دروازه وتړله او د اعتراض خېمه یې ووهله چې دې اعتراضونو  د ولسي جرګې د یو‌شمېر غړو اندېښنې هم راپارولي دي.

 د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو‌شمېر وکیلانو  وویل، د اعتراضون دوام د فاریاب ولایت وضعیت ترینګلی کړی او د اعتراضونو لړۍ دومره پراخه شوي چې د دغه ولایت اوسېدونکو باندې ډول ډول وسلې ووېشل شي. د ولسي جرګې غړي وایي، که دغه وضعیت دوام وکړي د دې وېره شته چې په فاریاب ولایت کې د پراخې جګړې اور بل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړې فوزیه رووفي وایي، له طالب ډلې د ستونزو پر هواري خبرو کولای شو، خو په فاریاب کې روانو اعتراضونو ته د حل لار موندلو لپاره له ولسمشر غني سره زمونږ لیدنه ناشونې ده. د هغې په وینا، که په فاریاب کې د جګړې اور بل شي، نو په شمال کې به ټول ولایتونه ورسره نا امنه شي. هغه وایي، بېګاه شپه د دغه ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي پر وسلو سمبال شوي دي.

د ولسي جرګې بل غړي ګل‌احمد نورزاد بیا وایي، د فاریاب کړکېچ نه د دغه ولایت په ګټه دی او نه هم د افغانستان اوسېدونکي د دغه کړکېچ له غځولو څخه خوښ دي. هغه د حکومت له مشرانو او په فاریاب کې له مخورو  وغوښتل چې دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي او څرګنده یې کړه چې دې برخه کې تقابل د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د فاریاب ولایت د ناسم وضعیت په اړه د ولسي جرګې د غړو له اندېښنو سره هم‌مهاله، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دې په دې ولایت کې روان کړکېچ ته د حل لار ومومي. رحماني وایي، د فاریاب ولایت د اوسېدونکو روان اعتراضونه د هېچا په ګټه نه دي او سیاستوال او مخور باید د خپلو شخصي غوښتنو په وړاندې کولو سره د خلکو ترمنځ تفرقه نه خپروي.



دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په فاریاب کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې خلک په خپلو ولایتونو کې امنیت وضعیت ته اندېښمن دي او د والایانو او مهمو مسوولانو په ټاکلو کې باید د ولایتونو د اوسېدونکو نظر او دریځ ته درناوی وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام