د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون نن د دې جرګې عمومي غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوې اعلامیه کې وویل چې ناټو او امریکايي ځواکونه په مسوولانه توګه د دوه اړخیزه تړون له مخې افغانستان ته راغلي او وتل یې هم باید مسوولانه وي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا د کمېسیون مشر میر‌حیدر افضلي وایي، ناټو او امریکایانو افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړی او د همدې تړون په اساس باید له افغان ځواکونو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شي.

د نوموړي په وینا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا د ستایلو ده، خو په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبو‌ک‌پاڼه وڅارئ

 افضلي وایي، د امنیتي وضعیت له څېړلو پرته او د جګړې له دوام سره هم‌مهاله له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل به نه یوازې د دغه هېواد ورسره به د سیمې امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي.

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو بیا د دې جرګې نننۍ غونډې ته وویل چې طالبانو پلان درلود لس ولایتونه سقوط او د اختر لمونځ په نیول شویو ولایتونو کې ادا کړي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان ځواکونو سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

په ورته مهال یو‌شمېر نورو وکیلانو اندیښنه وښوده چې جګړو کې پاکستاني وسله‌وال ښکېل دي او د غزني او هلمند په څېر ځینو ولایتونو کې جګړې دوام لري چې زیاته مرګ‌ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اړولې او ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.



د ولسي جرګې غړی میر‌اکبر قاسمي وایي،  په‌ کارده چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د لاس لرلو په تړاو ملګروملتونو ته شکایت وشي. د هغه په وینا، د غزني ولایت جوماتونه له پاکستاني وسله‌والو ډک دي او د دغه ولایت په جګړه کې پراخ حضور لري.

هغه وایي، له یو پلوه د پاکستان لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راځي او ډاډ ورکوي چې په افغان سوله کې همکارۍ ته چمتوو دي او له بل‌خوا بیا د افغان حکومت او ملت پر وړاندې جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

د ولسي جرګې د غړو څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره هم‌مهاله هېواد کې جګړو زور اخیستی او ورځ تر بلې وضعیت د خرابېدو پر لوري روان دی.

له دې سره هم‌مهاله د چارو یو‌شمېر شنونکي وایي، که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ته پام ونه ‌شي، د دغه هېواد سربېره به د سیمې هېوادونه او نړۍ هم له ترهګریزو بریدونو خوندي پاتې نه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام