د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

د ولسي جرګې غړي مامور احمدزي وویل، د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام چې د باور رایه یې نه ده اخیستې، د ملي شورا واکونه یې له پوښتنې سره مخامخ کړي دي.

د ولسي جرګې غړې شاه‌ګل رضايي وايي، ولسمشر هغه نوماندوزیران چې د وکیلانو د باور رایه یې هم اخیستې وه، له کوم دلیل پرته ګوښه شوي او په وینا یې، دغه کار د دواړو قوو پر زیان دی.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا وویل چې د سرپرستانو د کار دوام روڼوالی له منځه وړی او په هېواد کې د پراخ فساد لامل شوی دی. هغه له حکومت څخه وغوښتل چې ژرترژره نوي نوماندوزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ښځو چارو، د کلیو بیارغونې او پراختیا او پوهنې وزارتونه او د افغانستان بانک د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

موږ وغوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام