د ولسي جرګې نننۍ استجوابیه غونډې ته د ځینو نورو چارواکو ترڅنګ، د کابل ښاروال داوود سلطان‌زوی هم وربلل شوی و چې د ښاروالي د فعالیتونو په اړه ولسي ‌استازو ته معلومات ورکړي او پوښتنې یې ځواب کړي.

خو د کابل ښاروال جرګې ته نه و ورغلی چې دغه کار د وکیلانو غبرګونونه را یې وپارول.

د ولسي جرګې غړو د کابل ښاروال پر فساد او ناکارۍ تورن کړ او غوښتنه یې وکړه چې باید څارنوالي ته ور وپېژندل شي.

د ولسي جرګې غړي خالد اسد وویل، کابل ښاروال ټوله ورځ په ناحیو کې کمېشن‌کاري کوي، د ولس کور ته درناوی نه لري او مسلکي کس هم نه‌دی چې په وینا یې، باید په اړه یې مصوبه صادره او څارنوالي ته ور وپېژندل شي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي نصیر فراهي وویل، کابل ښاروال تر دې وړاندې هم د جرګې د کمېسیونونو غونډو ته نه‌ دی حاضر شوی.

نوموړي هم غوښتنه وکړه چې د کابل ښاروال دې د یوې مصوبې په صادرولو سره څارنوالي ته ور وپېژندل شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د غونډې په پای کې اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله چې څارنوالي ته د کابل ښاروال د ور پېژندلو طرحه جوړه او جرګې ته یې وړاندې کړي.

اړوند کمېسیون هم د یادې طرحې د چمتو کولو په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې عمومي غونډې ته به یې وړاندې کړي.

خو کابل ښاروالي بیا د وکیلانو له خوا پر ښاروال لګېدلي تورونه ردوي.

د کابل ښاروالي د نشراتو رییس نعمت‌الله بارکزی وایي، دا چې کابل ښاروالي د کابینې غړیتوب لري؛ نو ښاروال هره دوشنبه د کابینې په غونډه کې ګډون کوي.

هغه وايي، د ولسي جرګې غړي له خپلو واکونو او د جرګې د کورنیو دندو له اصولو ناخبره دي او ولسي جرګه هغه چارواکي چې له جرګې نه د باور رایه اخلي، استجواب او استیضاح کولای شي.

دا لومړی ځل نه‌ دی چې پر کابل ښاروال د یوشمېر وکیلانو له خوا د فساد تورونه لګول کېږي، بلکې تر دې وړاندی هم ډېر ځله کابل ښاروال د ولسي جرګې له لوري پر ناکارۍ او فساد تورن شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام