د یما سیاوش کورنۍ: حکومت «په اسنادو کې» د لاسوهنې هڅه کوي

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر له چاودنې چې د یاد بانک د عمومي اړیکو سلاکار یما سیاوش له دوو نورو همکارانو سره په‌کې ووژل شو، شاوخوا ۵۰ ورځې تېرېږي، خو تراوسه د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کېدو او د پېښې څرنګوالي او دا چې په پېښه کې د چا لاس دی، لومړني معلومات د وژل شویو کسانو له کورنیو، خلکو او رسنیو سره نه دي شریک شوي.

بلخ کې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د بلخ سیمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د ۹ کلن عبدالرووف د تښتونې په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۹ کلن عبدالرووف د خوشې کولو په اړه چې دوه مياشتې وړاندې انسان تښتوونکيو تښتولی، له تېرو څو اوونیو راهيسې بېلابېل عملیات شوي چې پايله کې يې ۱۱ کسان نيول شوي دي.

راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو د يوې لسیزې د غوره لوبغاړي نړيواله جایزه وګټله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې «۲۰۱۱ – ۲۰۲۰»  د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

د یادې جايزې ترلاسه کولو لپاره راشد خان سره د ويسټ‌انډيز کرېس ګېل، د هند ويراټ کوهلي، د سرېلانکا لاست‌ملينګا د جنوبي افريقا اې بي ډي ويليرز او يو شمېر نور لوبغاړي هم نوماندان وو.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۶۹۹ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۴۰ کسانو پایلې مثبتې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۷۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي چې له دې سره د ټولو ښو شويو شمېر ۴۱ زره ۶۱۰ ته رسېږي. د معلوماتو له مخې دغه تازه مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

غني: پر رسنيو او مدني فعالانو بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکيو هدفي بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی. ولسمشر ويلي، دغه هدفي بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د ډیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د غزني – جاغوري له لارې ۱۰ مسافر تښتول شوي

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌لرونکیو کسانو  له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.

یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قره‌باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.