د بلخ روغتیايي مسوولان وايي، طالبانو د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې د جګړې د دوام ترڅنګ، روغتیايي خدمتونه درولي دي.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس خلیل حکمتي سلاموطندار ته ویلي، طالبانو د دغه ولایت د دولتاباد ولسوالي د روغتون په منځ کې د امنیتي ځواکونو د پوستې له کبله یاد روغتون د لیندۍ میاشتې له اتمې نېټې راهیسې تړلی دی.
د نوموړي په وینا، دغه روغتون ۵۰ بستریز و چې اوس یې روغتیايي خدمتونو ځنډول شوي دي.
په همدې حال کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي، طالبانو د دولتاباد ولسوالي ټولو روغتیايي کارکوونکو ته ګواښ کړی چې خپلې دندې پرېږدي او د روغتیايي مرکزونو دروازې وتړي.
په همدې حال کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، ډاکټرانو د طالبانو له لوري د دولتاباد ولسوالي د روغتیايي مرکز له تړل کېدو وروسته د ناروغانو درملنې لپاره خپل وسایل بېلابېلو سیمو ته لېږدولي دي.
دوی د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې هره ورځ لسګونه ناروغان د روغتون په دروازه کې ولاړ وي، خو ډاکټران نشته او تراوسه څو ناروغان مړه شوي دي.
د بلخ دولتاباد ولسوالي د مزارشریف ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخ ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.