د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر له چاودنې چې د یاد بانک د عمومي اړیکو سلاکار یما سیاوش له دوو نورو همکارانو سره په‌کې ووژل شو، شاوخوا ۵۰ ورځې تېرېږي، خو تراوسه د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کېدو او د پېښې څرنګوالي او دا چې په پېښه کې د چا لاس دی، لومړني معلومات د وژل شویو کسانو له کورنیو، خلکو او رسنیو سره نه دي شریک شوي.

اوس امنیتي چارواکو د یادې پېښې په تړاو د درېوو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی، خو د هغو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یما سیاوش کورنۍ وايي، د سیاوش د قضیې په تړاو د نیول شویو کسانو د خبر خپرېدو په اړه شکایت کوي او وايي، حکومت په ماهرانه ډول هڅه کوي چې غوښتل شوي اسناد جوړ او لاسوهنه په‌کې وکړي.

د یما سیاوش کورنۍ وايي، دوی یو ځل بیا ټینګار کوي چې د حکومت له لوري ورکړل شوي هر ډول اطلاعات د نړیوال بې‌پرې تخنیکي ډلې له تایید وروسته ورته د منلو وړ دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یما سیاوش پر قضیې کار کوي او د همدې لپاره د نیول شویو کسانو په اړه د هر ډول معلوماتو ورکړه به له وخت وړاندې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د څېړنو له پای او د جزیاتو له څېړنې وروسته به د یما سیاوش له کورنۍ او خلکو سره معلومات شریک شي.

په ورته مهال امنیتي چارواکي وايي چې د اریانا نیوز د خبرونو ویاند فردین امیني د له منځه تلو شکمنې پېښې په اړه هم څېړنې روانې دي او په غزني کې د خبریالانو د اتحادیې مشر رحمت‌الله نېک‌زاد د قتل په اړه بیا یوشمېر کسان پېژندل شوي، خو تر اوسه نیول شوي نه دي.

د دوی په خبره، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د ویاندې ملالې میوند د قتل په تړاو هم دوه کسان نیول شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام