د هېواد له یو‌شمېر ولایتونو څخه د جګړو او وچکالۍ له امله کابل ته د راغلو بې‌ځایه شویو کورنیو په خپله خوښه د بېرته ستنېدو بهیر نږدې دوه اوونۍ وړاندې پیل شو چې په دې لړ کې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته وګرځول شوې.

خو یو‌شمېر هغه کورنۍ چې خپلو سیمو ته بېرته ګرځول شوي دي، د مرستو بیا ترلاسه کولو لپاره له خپلو سیمو او ولایتونو څخه بېرته کابل راغلې دي.

د کورنیو بېځایه شویو عمومي استازی عبدالبصیر رسولي وايي، په خپله خوښه د کورنیو بې‌ځایه شویو د بېرته ورګرځېدو بهیر له پیل څخه تر اوسه ۷۰۰ کورنۍ خپلو ولایتونو ته ورګرځول شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو بې‌ځایه شویو عمومي استازی همداراز وايي، هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په خپله خوښه د ژوند اصلي سیمو ته ورګرځي، ورسره نقدي مرستې شوي، خو یو‌شمېر له دوی د ډېرو پیسو او خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره بیاځلي کابل ته راغلې دي.

د نوموړي په خبره، هغه کورنۍ چې خپلو ولایتونو ته ورګرځول شوې وې او غوښتل یې بیا کابل ته راشي او د ستنېدو پرمهال چې له بې‌ځایه شویو سره کومې مرستې کېږي، هغه بیا ترلاسه کړي، هغه کسان نیول شوي او د کابل د کډ‌والو ریاست ته سپارل شوي چې اوس بندیان دي.

په ورته مهال د ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي کابل ته د کورنیو بې‌ځایه  شویو د بیاځلي ورګرځېدو په تائید سره وايي، فرصت طلبه خلک د ژوند اصلي سیمو ته په رسېدو سره، له نورو هم غواړي چې د نقدي او خوراکي توکو د مرستو ترلاسه کولو لپاره کابل ته لاړ شي.



د کندز یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو دوو دریو ورځو کې ډېر کسان یې کندوز ته راوستي، هغوی سره د لارې اوږدو کې هم ۳ زره افغانۍ مرسته شوې او کله چې دوی ورسېدل، ورسره د خوراکي توکو مرسته هم وشه، خو بیا هم ګڼ شمېر دغو کورنیو لارو او کله چې مرسته ترلاسه کوي، بیرته کابل ته ځي، ترڅو بیا ځلې مرستې ورسره وشي.»

د تخار اوسېدونکي هم وايي، خپلو ولایتونو ته د بې‌ځایه شویو ستنېدو بهیر روښانه نه وو، او دا مسئله سبب شوه چې بې‌ځایه شوي، د ډېرو مرستو تر لاسه کولو لپاره بیاځلي کابل ته لاړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی زیاتوي چې له تخار څخه هم ګڼې کورنۍ کابل ته بې‌ځایه شوې وې چې له دوی سره ګڼو بهرنیو موسیسو هم مرستې وکړې، هرې یوې کورنۍ ته یې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکړې، خو یو‌شمېر یې د مرستو بیا ترلاسه کولو لپاره بېرته کابل ته راغلي دي.

د طالبانو لاس ته په پرلپسې توګه د ولایتونو له سقوط وروسته، د کندوز، بدخشان، تخار، بغلان، دایکندي او سرپل ولایتونو اوسېدونکي، د ځاني خوندیتوب په موخه کابل ته را بې‌ځایه او په ځانګړو ځایونو کې ځای پرځای شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام