د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، له بېلا‌بېلو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کورنۍ کابل ته راکډه شوي او د ښار په مختلفو سیمو کې یې اړولي چې دوی هڅه کوي بېرته یې خپلو سیمو ته ستنې کړي.

انصاري وویل، اوس چې ولایتونو کې وضعیت ښه‌ شوی، نو هڅه کوي چې د مرستندویه موسسو مرستې راجلب او دغه کورنۍ بېرته خپلو اصلي سیمو ته واستوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انصاري په وینا، دا لړۍ اوس هم جریان لري او د کابل له سرای شمالي او ۱۷مې ناحیې څخه یې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته استولي دي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «پلان داسې دی چې د دوی سیمې امنې شوي، جګړه نه شته، دوی باید خپلو سیمو ته لاړ شي. د تګ زمینه مساعده شوې، نوره هم مساعده کېږی چې بېرته اصلي سیمو ته ولېږدول شي. هغه څوک چی ستونزې لري، کورونه یې له منځه تللي، یا خوراکي توکي نه‌لري، هڅې راوانې دي چې ورسره مرسته وشي.»

د کابل شهرنو پارک کې بې‌ځایه شوې کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسېږي او ناوړه وضعیت کې ژوند کوي، وايي، که مرستې ورسره هم وشي، اړمنو ته نه‌رسېږي.



دغه کورنۍ شکایت کوي او زیاتوي، ځینې داسې کسان هم شته چې کابل کې کورونه لري او د ورځې له خوا پارک ته ورځي او له بې‌ځایه شوو سره کېدونکې مرستې هغوی ترلاسه کوي.

دا کورنۍ چې زیاتره یې د کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، هلمند او غزني ولایتونو څخه دي، وایي چې د جګړو له امله یې کورونه ویجاړ شوي، خو بیا هم که ورسره د لارې د کرایې او نوره مرسته وشي، چمتو دي چې خپلو سیمو ته لاړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل ښار کې له پخوا راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله هم ګڼ‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ مېشت دي چې وخت ناوخته ورسره د ځینو مرستندویه بنسټونو له خوا مرستې کېدې. خو د نظام په بدلون سره د ډېرو مرستندویه بنسټونو فعالیتونه هم ځنډېدلي او بې‌ځایه شویو سره مرستې کمې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام