بلخ کې برمته شوې نجلۍ له تښتوونکي سره نکاح ته اړ کړل شوې

د شاعر او لیکوال کاظم امیني لور چې تېره جمعه د بلخ مرکز مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې څخه تښتول شوې وه پرون يې کورنۍ نوموړې بېرته پیدا کړه او طالبانو یې کورنۍ ته ویلي، لور یې باید له برمته کوونکي سره نکاح وکړي، ځکه د طالبانو په وینا، د تښتول شوې نجلۍ کورنۍ دغه صحنه په لوی لاس جوړه کړې وه.

د کډوالو چارو وزارت: هڅه کوو بې‌ځایه شوي خپلو سیمو ته ستانه کړو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارعبدالباسط انصاري وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، له بېلا‌بېلو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کورنۍ کابل ته راکډه شوي او د ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوې دي چې هڅه کوي بېرته یې خپلو سیمو ته ستنې کړي.

د امریکا کانګرس د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي احضاروي

واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې تمه ده د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد د کانګرس له لوري احضار شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به لومړی کس وي چې د استازیو د بهرنیو چارو او د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټو ته حاضر شي.

یونیسکو: افغانستان کې د ښوونې او روزنې لاسته‌راوړنې له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونیسکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لاسته‌راوړنې چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوي، له ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ د خوارو هېوادونو په ډله کې دی او د انساني پرمختیا له اړخه په تر ټولو ټیټه کچه کې دی.

د مخکیني حکومت ډیپلوماتان ګوتریش ته: افغانستان کې د پاکستان تېري ته رسېدنه وکړئ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو  لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.