واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې تمه ده د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد د کانګرس له لوري احضار شي.

په راپور کې راغلي چې د امریکا د استازیو او سنا جرګې له افغانستان څخه د وتلو بهیر کې د ناکامیو څېړنې لپاره ناستې جوړې کړي او تمه ده چې د دغه هېواد د ملي او بهرني سیاست سلاکاران په راتلونکو ورځو او اوونیو کې د امریکا کانګرس ته وروبلل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

واشنګټن ټایمز ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به لومړی کس وي چې د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېتې او همداراز د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شي.

واشنګټن ټایمز زیاته کړې، په داسې حال کې چې دواړو جرګو کې دموکراتان اکثریت غړي لري او د حکومت لوړو پوړو چارواکو ته به له ځانه د دفاع فرصت ورکړي، خو جمهوري غوښتونکي به هڅه کوي چې دغه لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهیر په اړه تر پوښتنو لاندې راولي.

په دغه راپور کې همداراز ویلي شوي چې د امریکايي پوځي الوتکو څخه د افغانانو رالوېدل او د کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر دروازې مخته چاودنې چې له امله یې لسګونه کسان چې بهرنیان هم پکې شامل وو، ووژل شول او ګڼ‌شمېر کسان ټپیان شول، په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په وار وار ویلي وو چې له افغانستان څخه وتل به له ویټنام څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په څېر نه وي او د طالبانو له لوري په چټکۍ او په بشپړه توګه د افغانستان له نه نیولو څخه یې ډاډ ورکړی وو.

د راپور پربنسټ، بایډن دغه تضمین د روان میلادي کال د جولای میاشتې په اتمه نېټه په یوې خبري غونډه کې ورکړی و. رسینو ویلي چې په دغه ناسته کې بایډن د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو اندېښنې بې اساسه بللې وې او ټينګار یې کړی و چې په ۱۹۷۵ کال کې به له ویټنام څخه د امریکا سفارت د کارکوونکو د وتلو تصویر تکرار نه شي.



د امریکا د استازیو جرګې درې جمهوري غوښتونکو سپینې ماڼۍ ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې افغانستان کې د فاجعې مخه نیول شونې ده او دوی غواړي څېړنه وکړي چې څنګه او ولې بایډن دغه اشتباه وکړه.

د سنا د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې رییس جک ریډ هم ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په چټکۍ د وتلو او پیغامونو په اړه پوښتنې لري.

رېډ زیاته کړه: «که څه هم مونږ د څه باندې ۱۰۰زره امریکایانو او افغانانو د وتلو بهیر بشپړه کړې، زه په ژوره توګه هغه څه ته اندېښمن یم چې د وتلو بهیر سره هم‌مهاله پېښ شو. دا د کانګرس دنده ده چې په لوړه کچه د حساب غوښتنې بهیر تضمین کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د طالبانو له لوري د افغانستان له نیولو سره هم‌مهاله، امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو بهیر خوندیتوب لپاره په کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر کې مېشت کړل، دغه بهیر چې د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې پای ته ورسېد، د هغو خلکو له زیادې ګڼې ګوڼې سره مل وو چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي. د دغې ګڼې ګوڼې له امله ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم واوښته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام