د امریکا کانګرس د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي احضاروي

واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې تمه ده د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد د کانګرس له لوري احضار شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به لومړی کس وي چې د استازیو د بهرنیو چارو او د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټو ته حاضر شي.

تازه نظرپوښتنه؛ د ټولنې نیمايي برخه د هېواد پر راتلونکي برخلیک نه پوهېږي

«د سولې او ولسواکۍ کور» بنسټ له لوري یوه تازه نظرپوښتنه چې په ۳۴ ولایتونو کې یې د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام په اړه له خلکو پوښتنې کړي، ښيي چې د ټولنې نیمايي وګړي نه پوهېږي چې د هېواد وضعیت پر کومه روان دی.