د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد ناسم امنیتي وضعیت، د کورونا ویروس خپرېدو او ځینو نورو ستونزو په اړه چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي، اندېښنه وښودله.

دوی وايي، امریکایانو له افغان حکومت سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، خو دغه تړون ته له پام پرته وتښتېدل. د وکیلانو په وینا، حکومتي مسوولانو او هغو کسانو چې د دغه تړون پر لاسلیک یې ټینګار کاوه، د تړون د برخلیک په اړه ونه پوښتل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړي محمدصدیق حسن‌زاده په هېواد کې د روان وضعیت لامل امریکا یاده کړه او په وینا یې، د هوکړه‌لیک له لاسلیکېدو وروسته جګړه نه یوازې کمه نه شوه، بلکې لا هم سخته شوې ده.



د ولسي جرګې یو بل غړی استاد حنیف هم وايي چې امریکا له خپلو ګټو پرته د نورو انسانانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي. هغه ټینګار کوي چې د ملت کور باید د امریکایانو شل کلنې لاسته‌راوړنې وارزوي.

د نوموړي په وینا، امریکا داسې مهال افغانستان پرېږدي چې له فساد، ناامني، قومي اختلافاتو او د انسان تښتونو او ترور له دودولو پرته بله لاسته‌راوړنه نه لري.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم په هېواد کې د ناامنیو ډېروالي په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ، اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله چې امنیتي مسوولان را وغواړي او پر یادو ستونزو ورسره خبرې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام