افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي د کوچني اختر په مناسبت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د افغانانو لپاره به ژمن او د يوه ملاتړ کوونکي په توګه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي زیاته کړې چې افغانستان کې د تلپاتې سولې ټينګښت او ښې راتلونکې ته ژمن دی.

د اسلامي امارت سترې محکمې په داسې حال کې نن يکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې چې د سعودي عربستان رسنيو خبر ورکړی چې نن يکشنبه د روژې دېرشمه او سبا دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده.

په ورته مهال د هېواد په ځينو سيمو کې نن د اختر لمونځ نه دی ادا شوی او ټاکل شوې سبا دوشنبه د سعودي عربستان د رسنيو له اعلان سره سم، د کوچني اختر د لومړۍ ورځې په توګه ولمانځي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام