د سي ان ان خبري شبکې راپور ورکړی چې پرون کابل کې د استوګنې پر یوه کور د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. پرون امریکا ویلي و چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یې یو موټر هدف ګرځولی او له منځه یې وړی دی.

په همدې حال کې د سي ان ان خبري ټلویزیون نن د قرباني کورنۍ د غړو له قوله ویلي چې د دغه برید له امله د یوې کورنۍ ۹غړي وژل شوي دي. د دغه خبري شبکې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۶ماشومان هم شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه برید کې د وژل شوي کس ورور ویلي چې د امریکا په دغه هوايي برید کې تر ټولو کوچنۍ ۲کلنه ماشومه هم وژل شوې ده. هغه دغې خبري شبکې ته ویلي، هغه کورنۍ چې د امریکا د هوايي برید ښکار ګرځېدلې، داعش نه، بلکې د استوګنې کور دی چې د ده ورور او کورنۍ یې هلته پکې ژوند کاوه.

د دغه کور ګاونډیانو او د پېښې عینې شاهدانو ویلي چې په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون څو کسان د امریکا په دغه هوايي برید کې وژل شوي دي. سي ان ان د دغې کورنۍ د یوه ګاونډي له قوله ویلي: «ټولو ګاونډیو هڅه وکړه او اوبه یې راوړې چې اور مړ کړي. ما په خپله ولیدل چې پنځه شپږ کسان وژل شوي وو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې پرون مازدیګر امریکا خبر ورکړی و چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته یې نږدې یو موټر چې بمونه پکې ځای پر ځای شوی وو، په نښه کړی دی. امریکايي چارواکو ټينګار کړی وو چې په دغه برید کې خپلې موخې ته رسېدلي او ملکیانو ته هېڅ راز مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام