پاکستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې لپاره انګلستان سره لوبه کوي
د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن د انګلستان پر وړاندې لوبه کې معجزې ته اړتیا لري.
د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن د انګلستان پر وړاندې لوبه کې معجزې ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی که دغه بنسټ د افغانستان لپاره د اړتیا وړ بودیجه برابره نهکړي، یاد هېواد کې به خپل ټول فعالیتونه ودروي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې راتلونکو شپږو میاشتو کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې له ترهګرو او بېلتون غوښتونکو څخه له خپل ملاتړه لاس په سر شي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد له امریکا غواړي چې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ پرېږدي او له سوریې څخه دې ژر تر ژره ووځي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مککال له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې له افغانستانه په بیړه د وتلو سندونه ورسره شریک کړي. د نړیوالو مسایلو څېړونکی نظیراحمد رزاقي بیا وايي چې د چین ځواکمنېدو او پر اوکراین د برید لپاره د روسیې چمتووالي د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب بدل او له افغانستان څخه یې د وتلو لامل شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.
د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نهدي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.
سيانان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.
په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لاورنس ویلي چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او له دغه هېواد او افغانانو سره یې خیانت کړی چې دا یو نه بښوونکی جنایت دی. دغه امریکايي ډيپلومات په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځل تلل، د خواشینۍ وړ بللي او پړه یې د امریکا پر مشرانو وراچوي.
یوه تقاعد شوي امریکايي پوځي چارواکي د امریکا له «فاکسنیوز» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جو بایډڼ مشاورانو او پوځي لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې له وخت وړاندې د نظام پرځېدو ته په کتو باید «د پوځيانو د وتلو پروګرام د نه اصلاح» په صورت کې استعفا کړې وای.
د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.
یوشمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې په دغه هېواد کې په سولهییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې شي. خلیلزاد زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې.
واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې تمه ده د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد د کانګرس له لوري احضار شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به لومړی کس وي چې د استازیو د بهرنیو چارو او د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټو ته حاضر شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر له بشپړېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه. جو بایډن له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۰زره کسانو د اېستلو عملیات ستایلي دي. بلخوا طالبانو پرون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره بریا وبلله.
د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.
له کابل نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هوايي ډګر ټول کنټرول طالبانو په لاس کې اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او یوشمېر نور طالب چارواکي چې نن د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته ورغلي وو، وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه، خو طالبان له امریکا او نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون