په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې د افغانستان مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش ته یو  لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه لیک کې له نړۍ‌‌والې ټولنې غوښتنه شوې چې د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندلو څخه دې ډډه وشي او د اساسي قانون د ارزښتنو پر بنسټ دې له اصلاحاتو، د نوي نظام د جوړښت او دوام څخه ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخکیني حکومت دیپلوماتانو په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر څخه غوښتنه کړې، څو د ملګرو ملتونو سازمان د منشور په رڼا کې او د بشر حقونو نړۍ‌والو اعلامیو پر بنسټ دې، افغانستان کې د نسل وژنې نوې څپې، جنګي جنایتونو او د بشریت پر وړاندې جنایتونو ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام