د مخکیني حکومت ۱۶ښځینه پوځي کارکوونکو سره مرکې؛ «زه او اولادونه مې سوال کوو»

سلام‌وطندار د مخکیني حکومت د ملي اردو له ۱۶ ښځینه کارکوونکو سره چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو وزګاره شوي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه کارکوونکې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې یې ۱۴‌وو سلام‌وطندار ته ویلي، د دندې له لاسه ورکولو سره اوس له لوږې سره مخ دي.

ډېوېډ پېټریوس: د دوحې تړون د «مخکیني حکومت» د پرځېدو اصلي لامل و

افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ د لومړي کال د پوره‌کېدو په درشل کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډېوېډ پېټریوس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده. ډېوېډ پېټریوس د دوحې تړون او مرکزي حکومت ته د ډېر واک ورسپارل هغه لاملونه بولي چې په وینا یې، مخکینی حکومت یې راوپرځاوه.

سوېل ختيځ زون کې د تېر حکومت پر کارکوونکو د هدفي بریدونو زیاتوالی

تېره يوه اوونۍ کې پر پکتيا سربېره خوست او پکتيکا ولایتونو کې د مخکیني حکومت يو‌شمېر دولتي کارکوونکي د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي. پکتيا کې د پخواني حکومت د لومړۍ حوزې آمر عزت الله ارين، پکتيکا کې د اردو سرتېری شميم، خوست کې د سرحدي ځواکونو افسر احسان‌الدين او شاعر هيله‌مند ژوندی، په تېره اوونۍ کې وژل شوي دي.

د مخکیني حکومت ډیپلوماتان ګوتریش ته: افغانستان کې د پاکستان تېري ته رسېدنه وکړئ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو  لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.