Asset 1SWN

د مخکیني حکومت ۱۶ښځینه پوځي کارکوونکو سره مرکې؛ «زه او اولادونه مې سوال کوو»

Military training for Afghan women in 2015 CREDIT BFBS

سلام‌وطندار د مخکیني حکومت د ملي اردو له ۱۶ ښځینه کارکوونکو سره چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو وزګاره شوي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه کارکوونکې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې یې ۱۴‌وو سلام‌وطندار ته ویلي، د دندې له لاسه ورکولو سره اوس له لوږې سره مخ دي. دوو ښځینه کارکوونکو بیا مرکه کې ویلي، له لوږې سره نه‌دي مخ شوي، خو ښه اقتصادي وضعیت نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې یې پنځو درنو کارونو، خیاطي او سوال کولو ته مخه کړې او پاتې یې وزګاره دي. د مرکه شویو ۱۶ مېرمنو له منځه یې ۱۲ د خپلې کورنۍ سرپرستي دي.

د ژوند ناوړه شرایط لامل شوي چې د مخکیني حکومت د پوځ د یادو ۱۶ ښځینه کارکوونکو له ډلې یې ۱۳ ته روانې ستونزې پیدا شي.

د یادو ښځینه کارکوونکو له ډلې سمیرا چې د کابل ښار پر سړکونو نورو ته د سوال کولو لاس غځوي، وايي چې ۱۲کاله یې د مخکیني حکومت ملي اردو کې دندې کړي او د دندو پر مهال یې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړي، خو د نظام په بدلون سره له لوږې د خپلو اولادونو د ژغورنې په پار یې سوال کولو ته مخه کړې.

هغې وویل: «له کله نه چې وزګاره شوې یم، د کورنۍ ډوډۍ راوړنکی نه‌لرم. اقتصاد مو خراب دی. زه او اولادونه مې هره ورځ سوال کوو. کله مې چې لوړې زده‌کړې کولاې په یاد یې لرم، ماسټري مې په حقوق او سیاسي علومو کې اخیستې او نن ناسته یم سوال کوم.»

د غزني اوسېدونکې حمیده یوسفزۍ چې ترکیه کې یې د پوځ مسلکي زده‌کړې کړي او د ملي اردو د قومونو، قبایلو، شهیدانو او معلولانو برخو کې یې دندې کړي، اوس له وزګارتیا ځورېږي. هغه وايي، د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ برابرونکې ده او د همدې لپاره د خلکو کورونو ته د پاک‌کارۍ لپاره ځي، څو وکولای شي څه پیسې پیدا کړي، خو هغه څه چې تلاسه کوي، د دې د شپږ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پرې نه‌پوره کېږي.

نوموړې وویل: «رښتیا هم د دې کلیمو بیانول ماته ډېر سخت دي. داسې ورځې مې تېرې کړې چې هېڅ‌کله به یې له هېره ونه‌باسم. دې موده کې مې د پلار نشتون ډېر حس کړ. کور مې کرايي ده، د کور لګښت هم زما پر غاړه دی. هیله مې دا ده چې دا ټولې ورځې خوب او خیال وي.»

حمیده چې له خپلو ورونو او خویندو مشره وه، د پلار له مړینې وروسته یې د مخکیني حکومت ملي اردو کې دنده پیل کړه او د یوې مودې لپاره یې له همدې لارې خپله کورنۍ وچلوله.

د دندې او داسې عاید موندل چې وکولای شي د ژوند او کورنۍ اړتیاوې پرې برابرې شي، نه‌یوازې د حمیدې، دې راپور کې د نورو مرکه شویو مېرمنو هیله هم ده.

مروه مرادي چې د ملي اردو د پرسونل او پالیسۍ جوړونې د تعلیماتو معاونیت برخه کې یې درې کاله کار کړی، د خپل ناوړه ژوند وضعیت په اړه وايي: «کاش چې ژوند پای ته رسېدلی وای او سهار نه‌وای شوی.» مرادي هیله درلوده چې پیلوټه شي، خو ژوند له دې برخلیک سره مخ کړه. هغې وویل: «حکومت چې سقوط وکړ، ما دنده له لاسه ورکړه. زه د یوې کورنۍ سرپرسته وم او زیان مو ولید. له رواني اړخه مې ډېر زیان ولید. دوه کاله مې په پرله‌پسې توګه تمرینات درلودل، په ډېر زیار او هڅو مې سند ترلاسه کړ.»

مروه همداراز وايي چې د نظام بدلون سره د دندې او هیلو له لاسه ورکولو سره یې خاوند هم نوموړې پرېښې ده. هغه وايي، له واده یې څلور میاشتې تېرې شوې وې او خاوند یې له دې وېرې چې ګوندې سرپرست حکومت به یې د مېرمنې له امله له نوموړي پوښتنې او ګروېګنې وکړي، پرته له دې چې هغه خبره کړي، افغانستان څخه وتلی دی.

د مروه په وینا، کله یې چې خاوند پرېښوده، اومېندواره وه او اوس یې ماشوم دوه کلن دی. «د حکومت وروستیو کې کوژدن شوم. امارت چې راغی زه واده شوم. خاوند مې څلور میاشتې وروسته پرېښودم، ایران ته لاړ او زه اړ شوم چې د پلار کور ته لاړه شم.»

د مزارشریف اوسېدونکې سونیا جلال چې د مخکیني حکومت ملي اردو کې افسره وه او درې کاله یې دنده کړې، وايي، پلار یې عمرخوړلی او پر سترګو معیوب دی او خپله هم د ګردو ناروغي لري، خو له نوموړې پرته څوک نشته چې د نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي یې وکړي.

سونیا وايي، ډېره هڅه یې وکړه چې ځانته کار پیدا کړي، خو وايي، بریالۍ نه‌شوه او اوس له ناوړه اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

هغې وویل: «سرپرست حکومت چې راغی، دنده مې له لاسه ورکړه. اوس هم وزګاره یم. کله نه مې چې دنده له لاسه ورکړې، ډېرو ستونزو سره مخ شوې یم. له هر اړخه اوس ستونزو کې یم، نه‌شم کولای چې د خپلې ناروغي درملنه وکړم، د کور کرایه ورکړم.»

مسعوده رسولي چې څلور کاله یې د مخکیني حکومت ملي اردو کې دنده کړې، وايي، اوس سربېره پر دې چې وزګارتیا وزغمي، اړ ده له خپلې عمرخوړلې مور چې د زړه پر ناروغي اخته ده، هم سرپرستي وکړي. هغې چې خپله دنده له لاسه ورکړه، له هماغه وخته یې د کار لټه وکړه، خو څه یې لاسته ورنه‌غلل.

هغې وویل: «وزګاره یم. پروسږکال مې پلار مړ شو، موږ پاتې شو او کمزورې مور. رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. ژوند مو ډېر ځوروي. لاره هم نشته چې د دویم هېواد پر لور لاړ شو او اقتصاد یې هم نه‌لرو.»

په دې راپور کې د ۱۶ مرکه شویو ښځو له ډلې یې څلور د نظام له بدلون وروسته کډوالۍ ته مخه کړې. درې یې ایران ته تللي او یوه یې پاکستان کې د کډوالي ژوند تېروي.

دوی وايي چې ګاونډیو هېوادونو کې هم له ناوړه اقتصادي شرایطو سره مخ دي او اړې دي چې درانه کارونه وکړي.

رابض سادات چې د دري ژبې له ادبیاتو فارغه ده او اووه کاله یې د مخکیني حکومت د دفاع وزارت د پلټنې په څېړنیزو برخو، پوځي پالیسیو او د یاد وزارت د پرسونل د تعلیماتو معاونیت څانګو کې یې کار کړی او د نظام له پرځېدو وروسته ایران ته تللې، وايي: «زموږ لپاره ایران کې کار نشته. کله چې یو چېرته مراجعه کوو، وايي تاسو افغانان یاست او افغانانو ته کار نه‌ورکوو. موږ اړ یو چې درنو کارونو یا هغو کارونو ته مخه کړو چې ټول عمر مو نه‌دي کړي.»

په ورته مهال د ښځو یو‌شمېر فعالانې له سرپرست حکومت غواړي چې له جنسیت پرته ښځو او نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره کړي. دوی زیاتوي چې یو‌شمېر ښځې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې دي او اړتیا لري چې بېلابېلو برخو کې فعالیت او کار وکړي.

د ښځو حقونو فعاله سوسن خالقیار وايي، حکومتونه مسوولیت لري چې د خپلو وګړو حقونه رعایت کړي او له جنسیت پرته اساسي حقونو لکه کار ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د ښځو حقونو فعاله زینب رضايي وايي: «ډېرې یې کابل کې دي او وزګاره دي چې کورنۍ یې له دوی پرته بل کارکوونکی نه‌لري او نه پوهېږم چې کله به د حکومت امر ثاني پای مومي او ښځو ته به د کار اجازه ورکوي.»

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وايي چې د پوځي ارګانونو د منحلېدو او نویو کسانو په ګومارنې سره د مخکیني حکومت د نظامیانو معاشونه نه‌‌ورکول کېږي. هغه وویل: «هر چا چې په پوځي ارګانونو کې کار کاوه، هغه ارګانونه منحل شوي او نوي کسان راغلي دي. په ځانګړې توګه سرتیري او دا برخې چې هغوی کارکوونکي نه‌شمېرل کېږي، که دوی ښځې وي یا نارینه وي، نور یې معاشونه نه‌ورکول کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې دې راپور کې د سرپرست حکومت د دفاع وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام