د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دغه ښار او یو‌شمېر ولایتونو کې د برښنا پرچاوۍ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د ا.ا سرپرست حکومت د برښنا پایو د امنیت خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلی دی.

دوی وايي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت نه یوازې دا چې د برښنا پایو د ساتنې توان نه لري، بلکې ویجاړې شوې پایې هم، بېرته پر وخت نه‌شي رغولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکی وحیدا‌لله سلا‌وطندار ته وايي چې په مخکیني حکومت کې به هم د برښنا ستنې ویجاړېدې، خو پر وخت به یې رغولې او پرې شوې برښنا به یې بېرته نښلوله.

بل‌خوا د کابل ښار یو‌شمېر هټۍ‌وال هم وايي چې د برښنا پرچاوۍ له امله ګڼ‌شمېر مالي زیانونه وراوښتي دي.

دوی زیاتوي چې له تېرو څلور ورځو راهیسې یې برښنا نه وه او له برښنا څخه د استفادې لپاره یې جنراټور لګاوه چې لګښت یې خورا ډېر و.

د هټۍ‌والو په وینا، په وروستیو ورځو کې یې چې څومره ګټه کړې، ټولې یې د جنراټور پر روښانولو لګولې ده.

کابل ښار کې یو هټۍ‌وال جمشید سلام‌وطندار ته وايي: «که برښنا نه وي، زموږ لویه ستونزه دا ده چې د جنراټور لګښت زیات دی. کله چې جنراټور لګوو، خپل مصرف هم نه پوره کوي، ځکه جامې ګنډو او څه نه راته پاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د سوېلي سالنګ په «تاغمه» سیمه کې د وارداتي برښنا دوه ستنې ونړول شوې چې له امله یې د کابل او ۱۰ ولایتونو برښنا پرې شوه.

خو پرون شپه برښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د ۲۵۰ میګاواټه برښنا یو لین یې بېرته نښلولی، څو د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو د اړتیا وړ برښنا تامین شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د وارداتي برښنا ستنې ویجاړې شوي چې د اسلامي امارت د امنیتي مسوولانو په وینا، په تړاو یې یوشمېر کسان هم نیول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام