اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل له ښځینه زندان څخه یې ۱۴ښځینه بندیانې چې د بېلابېلو جرمونو په تور زنداني شوې وې، خوشې کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندیانې یې د بېلابېلو وزارتونو د پنځه کسیزه پلاوي له‌خوا د هغوی د دوسیو تر څېړلو وروسته خوشې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د ولایتونو ټولو محکمو ته سپارښتنه شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي.

خبرپانه زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشر له لوري ټاکل شوی پلاوی به د ټولو ولایتونو په زندانونو کې خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت حکومت دا نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوې وې.

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده څه موده وړاندې د یوه فرمان له مخې، د هېواد د زندانونو د څېړنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړ او دنده یې ور وسپارله چې د ولایتونو ټول زندانونه دې وڅېړي او هغه کسان چې بې‌ ګناه بندیان شوي، له بنده ازاد کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په تازه‌ګۍ سره کابل کې د څو ښځینه فعالانو د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو د اسلامي امارت حکومت د هغوی نیول کېدل رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام