Asset 1SWN

فاریاب کې یوې ړندې ښځې ۳۵ نورو ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

1-2-q488ll4jvvs2jzkrqtf47r40o5j2f66iph8ga3x214

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې نجلۍ چې په سترګو څه نه ویني، ۳۵ نورو بې‌سرپرسته او معلولو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.

فاریاب کې د ړندو د وړتیا لوړونې موسسې بنسټ‌اېښودونکې او مسوولې خال‌بي‌بي همنوا سلام‌وطندار ته ویلي، کله چې ا.ا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه ولګول، دې پرېکړه وکړه چې ۳۵ بې‌سرپسته، معلولو او یتیمو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړې په وینا، یادو نجونو او ښځو ته د خیاطۍ، چرمې ګنډلو، ګلیم او څوکۍ اوبدلو برخو کې روزنه ورکوي او بې‌سرپسته نجونې او ښځې له همدې لارې د ژوند لګښتونه پوره کوي.

رخسار چې په سترګو ړنده ده او په دې موسسه کې د څوکیو پر اوبدلو بوخته ده، وايي چې له همدې لارې پیسې ګټي، خو په خبره یې، ټاکلې تنخوا نه لري.

رخسار وايي، حکومت او د ښځو ملاتړي بنسټونه باید له بې‌سرپرسته نجونو او ښځو سره همکاري وکړي او پروژه ورکړي، څو نجونو او ښځو ته د کار نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

رابعه چې په دې موسسه کې خیاطي کوي وايي، کارونه یې کم شوي او خلک هم د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله د ښځو لاسي صنایع نه‌شي پېرلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې که څه هم کمه ګټه کوي، خو قناعت یې پرې کړی او په خبره یې، اسلامي امارت باید معلولې او بې‌سرپرسته نجونې او ښځې هېرې نه کړي او ملاتړ یې وکړي.

ګڼ‌شمېر نجونې او ښځې چې ځینو ته د کورنیو سرپرستي هم ور پر غاړه ده، هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې پر زده‌کړو او کار یې بندیز ولګاوه، زیانمنې شوې. دغو نجونو او ښځو لا هم هیلې له لاسه نه‌دي ورکړي او یوشمېر هغو یې د وزګارتیا مخنیوي په موخه لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام