Asset 1SWN

بغلان کې یوې ښځې له زده‌کړو پاتې نجونو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

3-q2e5o2g6gszvw0nt2as7nlbba3oas8ad3beeovg9l4

بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې هوټل جوړ کړی او له زده‌کړو پاتې ۱۰ نجونو ته یې د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دغه هوټل مسووله زرغونه عظیمي وايي، که ښځو ته کاري بستر هوار شي، دا غواړي چې ډېرو ښځو ته کاري موکې برابرې کړي.

هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښځو د لا ډېر ځورېدو مخنیوي برخه کې مرسته وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په ازاده توګه دغه هوټل ته ورشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر نجونې چې دغه هوټل کې کار کوي، د کار موندلو په اړه د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، له اسلامي امارت څخه غواړي چې نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې هم برابرې کړي.

مریم صادقي چې زده‌کوونکې ده او اوس دغه هوټل کې کار کوي، وايي: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې موږ دلته کار کوو. هغه پیسې چې اخلو، کورنۍ سره مو څه‌ناڅه مرسته کېږي. موږ غواړو چې د ښوونځیو دروازې مو پرانېستل شي، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړلی شوو.»

یوه بله زده‌کوونکې او د یاد هوټل کارګره زینب شریفي وايي: «کور کې ځای نه لرو او دلته ډوډۍ پخوو. له ګازرو، رومیانو او کډو نه چکني، اچار، مُربا او روب جوړوو.»

بله‌خوا د دغه هوټل یوشمېر پېرودونکې وايي، دا چې د هوټل ټولې کارکوونکې نجونې دي، دوی خوښې دي او کولای شي په ازادانه ډول د ډوډۍ فرمایش ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه پېرودونکې زهره عبادي وايي: «زه د ښوونځي زده‌کوونکې یم. دلته خیاطي ده او زه په‌کې کار کوم. دلته ټولې ښځې دي چې موږ کولای شوو په ازاده توګه ډوډۍ وپېرو او وخورو، د دې پر ځای چې دباندې یې له نارینه‌وو وپېرو.»

دا داسې مهال ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې چې یوشمېر هغو یې خیاطۍ، لاسي صنایعو او نورو کارونو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام