کابل ښاریان: د بشري مرستو پر ځای دې د کار اسانتیاوې راته برابرې شي

یوشمېر کابل ښاریان ګیله کوي چې بشري مرستې ورته نه رسېږي او په‌کار ده چې د دغو مرستو پر ځای، دوی ته د کار اسانتیاوې برابرې شي. د کابل اوسېدونکی نثاراحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې له وزګارتیا کړېږي او بشري مرستې هم ورته نه‌دي رسېدلي.

د مونیخ امنیتي غونډه؛ د ۱۰ هېوادونو استازې: پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه دې لرې شي

د مونیخ امنیتي غونډه چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو په‌کې ګډون کړی، د افغانستان سیاسي وضعیت او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موضوعات بلل کېږي. د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان نجونو او ښځو د اسلامي امارت لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.

ایران کې افغان خبریالان: دوسیو ته مو چا رسېدنه نه ده کړې

لسګونه هغه خبریالان چې د جمهوريت له سقوط وروسته نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره په لنډمهالي توګه ایران کې اوسېږي، له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي. دغه خبریالان چې تېر یوه کال راهیسې ایران کې ژوند کوي وايي، د خبریالانو او د رسنیو هغه ملاتړي بنسټونه چې دوی یې ایران ته د تلو لپاره هڅولي وو، د دوی دوسیو ته رسېدنه نه کوي.

دایکندي او جوزجان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

دایکندي کې محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې شنبه‌شپه د سلواغې ۲۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي «غوجګرد» کلي کې یوې پېغلې نجلۍ خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته: د ناقانونه کډوالۍ له لارې مو ژوند خطر کې مه اچوئ

د بهرنیو چارو وزارت د بلغارییې پلازمېنې صوفیا کې په یوې لارۍ موټر کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د مړینې له کبله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د ناقانونو او قاچاقي لارو د ټاکلو له امله دې خپل ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.