Asset 1SWN

ایران کې افغان خبریالان: دوسیو ته مو چا رسېدنه نه ده کړې

خبرنگاران-در-ایران-770x433

لسګونه هغه خبریالان چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته نورو هېوادونو ته د رسېدو په موخه په لنډمهالي توګه ایران کې اوسېږي، له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي.

ځینې دغه خبریالان چې تېر یوه کال راهیسې ایران کې ژوند کوي وايي، د خبریالانو او د رسنیو هغه ملاتړي بنسټونه چې دوی یې ایران ته د تلو لپاره هڅولي وو، د هغوی دوسیو ته رسېدنه نه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ایران کې یوه افغان خبریال مشعل محمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د دوی دوسیې له پامه غورځول شوي او څوک ورته پام نه کوي.

هغه وویل: «دغه خبریالان له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو د ملاتړو سازمانو د لارښوونو له مخې هېواد څخه وتلي او ایران ته تللي دي، خو دوسیې یې ټکنۍ مخې ته وړل کېږي او څوک یې په کیسه کې هم نه دي.»

د دې ترڅنګ، ایران کې یوشمېر نور افغان خبریالان اندېښنه ښيي چې د ویزې ختمېدو له امله ښايي دغه هېواد څخه واېستل شي.

ایران کې افغان خبریال میر امین میرزاده وویل: «یو کال کېږي چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته راغلی یم. یو وار د ایران حکومن او بل ځل مې د پیسو په بدل کې ویزې تمدید کړې چې نور د ویزې د تمدید امکان نشته او هره شېبه امکان لري چې موږ اخراج کړي.»

له دې سره، وزګارتیا، بې‌وزلۍ او امنیتي اندېښنې لامل شوي چې تېرو ۱۸ میاشتو کې یوشمېر نور خبریالان په قاچاقي ډول ایران ته لاړ شي.

عادل بېک یو له هغو خبریالانو څځه دی چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ایران ته تللی او اوس یاد هېواد کې په درنو کارونو بوخت دی.

هغه ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. هغه وویل: «هېڅ بنسټ زموږ د وضعیت په اړه پوښتنه نه ده کړې او هرسفارت ته مو چې مراجعه کړې، وضعیت ته مو پام نه دی کړی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ایران ترڅنګ، دا مهال پاکستان کې هم لسګونه افغان خبریالان ورته ستونزو او وضعیت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام