د بیان ازادۍ کور د اسلامي امارت له لوري پر رسنیو د فشار، ګواښ، د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیولو او شکنجې دوام څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه اقدامات اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او رسنیو قانون څخه سرغړونه ده.

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په وروستیو درېوو ورځو کې د اسلامي امارت ځواکونو دوه خبریالان نیولي او شکنجه کړي یې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یک ټلوېزیون ویاند محب جلیلي او د راه فردا راډیو ټلوېزیون خبریال علي‌رضا شهیر نیول او شکنجه شوي دي په ورته مهال خبرپاڼه کې راغلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، رسنۍ له ګڼو فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې موده کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول او شکنجه شوي دي. لږ تر لږه ۶۴۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او نږدې ۲۳۰ رسنۍ تړل شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې اسلامي امارت تراوسه په دې اړه هېڅ ځواب نه دی ویلي او همدارنګه یې د خبریالانو او بیان ازادۍ سره په چلن کې کوم مثبت تغیر نه دی راغلی.

د بیان ازادۍ کور همداراز د رسنیو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، او اروپايي ټولنې له استاوزلۍ څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان هېر نه کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې له هرې ممکنې لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو د بیان ازادۍ ته د بشر د یو بنیادي حق او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په توګه درناوی وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په لوېدیځه سیمه کې د چاودنو د خبري پوښښ لپاره اسلامي امارت خبریالان ته اجازه نه ده ورکړې او ځينې خبریالان یې نیولي او شکنجه کړي هم دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام