Asset 1SWN

کندهار ته د قطر چارواکو سفر؛ شنونکي: د ملګرو ملتونو د وروستۍ غونډې پیغام یې راوړی

KYV7IEpa2VYg1v3KWFn08ZmqppSZiHNLZqEKLsQG

د سیاسي چارو شنونکي کندهار ته د قطر د لوړپوړي پلاوي سفر او هلته د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره یې د لیدنې په اړه وايي، دغه سفر د نړیوالې ټولنې د هغه پیغام رسولو په موخه و چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې یاد شوی و.

د سیاسي علومو استاد یارمحمد باقري سلام‌وطندار ته ویلي چې قطر د دغه پلاوي په لېږلو سره د ملګرو ملتونو د وروستۍ غونډې پیغام اسلامي امارت ته راوړی دی. هغه ټینګار کوي چې د اسلامي امارت مشرتابه باید د خپلو پرېکړو پایلې وسنجوي؛ ځکه په وینا یې، نړیواله ټولنه یې ښايي پر وړاندې سخت ګامونه اوچت او محدودیتونه پرې ولګوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو استاد محمداکرم عارفي وايي، قطر هڅه کوي چې اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره نږدې کړي. نوموړی زیاتوي: «قطر له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په قضیو کې ډېر ښه رول لوبولی او هڅه کوی چې دوام ورکړي. د قطر غوندې هېوادونه پر طالبانو څه‌ناڅه نفوذ لري. داسې ښکاري چې د قطر دغه سفر به د ملګرو ملتونو بلې غونډې ته لاره هواره کړي.»

د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په مشري د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی چې د استخباراتو مشر یې هم په‌کې و، پرون کندهار ته راغی او هلته یې د اسلامي امارت له چارواکو سره ولیدل.

دغه پلاوي په کندهار کې له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او د اسلامي امارت له یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پرون پر ټویټر لیکلي و چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان او قطر ترمنځ د باور کچې لوړولو او د پوهنې، روغتیا او اقتصادي برخو کې د عملي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

بله‌خوا د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي، قطر افغانستان ته د دغه پلاوي په لېږلو سره هڅه کړې، څو د اسلامي امارت سرپرست حکومت ته ووايي چې د اوسنۍ تګلارې دوام یې نړۍ ته د منلو نه‌دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «طالبانو پر هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې له قطریانو، پاکستانیانو او امریکایانو سره یې کړې وې. قطریان په تېرو شلو میاشتو کې د طالبانو د سیاسي او پالیسي بدلون کې بریالي نه وو. قطریان هڅه کوي چې طالب مشران، په تېره د مشرتابه شورا یې وپوهوي چې د اوسنی سیاست او پالیسي یې د منلو نه‌دي.»

قطر له ۲۰۱۲ کال راهیسې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر کوربه دی او د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو. دغه هېواد له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ  ښه منځکړتوب وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام