د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له امریکايي فارن پالیسي مجلې سره په مرکه کې ویلي چې قطر له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي، څو د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پېژندنه کې تلوار ونه کړي.

لولوه رشید الخاطر ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام پيدا کړي، خو دا تعامل د دوی د حکومت د تائید په معنا نه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د اسلامي امارت له لوري د جوړ شوي حکومت او له زده‌کړو د ښځو له محرومیت څخه په نیوکې سره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړي، داسې یوه طرحه دې وړاندې کړي چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پيژندنې لپاره ټول شرایط پکې روښانه وي.

هغې د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو شتون ته په اشارې سره ویلي، د لوړ عمر طالبانو کړنې عاقلانه دي او دوی د نوي نسل له کړنو او د همدې نسل له لوري د معیارونو له نه رعایتولو اندېښنه څرګندوي.

سیاسي شنونکي د طالبانو له لوري د نړیوالې ټولنې د پام وړ شرایطو څخه سرغړونه، د قطري چارواکو د دې څرګندونو لامل په ګوته کوي او وايي، د طالبانو په دریځ او چلن کې بدلونه نه دی راغلی.

سیاسي کارپوه مصطفی علي‌زاده په دې اند دی چې قطر په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی او د قطر د غوښتنو خلاف افغانستان، د دغه هېواد لپاره د منلو وړ نه دی.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «قطر او پاکستان هم په افغانستان کې خپلې ګټې پالي، په ځانګړې ډول قطر د جنوبي آسیا حوزې ته خپل لید لوری لري او غواړي چې د منځنۍ آسیا په مسائلو کې ډېر څرګند شي او خپل ځان هم تر یوه بریده وساتي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنې ځواب نه کړې.

د روان کال د وږي میاشتې له ۱۹مې چې د اسلامي امارت کابینه اعلان شوه، تر اوسه دا حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. د کاناډا، ډنمارک او اېټالیې هېوادونو ویلي چې د طالبانو حکومت به هېڅ کله په رسمیت ونه پېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام