د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي. دغه پارلمان پرون د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.

په افغانستان کې د الماني ځواکونو اوسنی ماموریت د سږ کال د مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته رسېږي. المان د ناټو لومړنی غړی دی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت غځوي. دغه هېواد خبرداری ورکړی چې له افغانستانه په بیړه د ناټو ځواکونو وتل به د سولې خبرې اترې له ګواښ سره مخامخ کړي.

د دوحې هوکړې پر بنسټ، د ناټو ځواکونه باید د سږ کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې افغانستان پرېږدي. امریکا اوس د یاد هوکړه‌لیک پر ارزونې بوخت دی.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې پر ټاکلې موده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را وتل سخت دي.

نوموړي که څه هم ویلي چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې ډېره موده تېره نه کړي، خو ټینګار یې کړی چې په خوندي او منظم ډول به را ووځي.

جو بایډن زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په مدیریت به ډېر ژر یوه پروسه پیل شي، څو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی وارزوي.

د امریکا د ولسمشر په ګډون، لوړپوړو چارواکو تر دې وړاندې له طالب ډلې سره د دغه هېواد سولې هوکړه‌لیک چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوی و، د ارزونې خبر ورکړی و.

ناټو بیا تر اوسه په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان شرایطو ته په کتو به دا پرېکړه کوي. امریکا او ناټو تل ټینګار کړی چې یوځای افغانستان ته راغلي او په یوه مناسب وخت کې به د ښو شرایطو برابرېدو سره بېرته ووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام