Asset 1SWN

د قطر استازي متقي سره لیدنه کې د نجونو زده‌کړو ته پر درناوي  ټينګار کړی

FoNuukhWYAQheSo

افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړې او روان سیاسي ناورین د حل برخه کې د هڅو پر دوام نن ترهګرۍ سره د مبارزې او د منازعاتو د حل چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته راغلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې القحطاني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.‎

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د قطر ځانګړي استازي دې لیدنه کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار حق ته پر درناوي ټينګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي او القحطاني د لیدنې خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قطر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ټنګښت او سیاسي همغږۍ خبرې کړې دي.

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوه محمداکرم عارفي وايي چې کابل ته د قطر د استازي سفر به په تدریجي توګه د اسلامي امارت پر وروستیو پرېکړو اغېز وکړي.

نوموړي وویل: «د بدلون په اړه یې هیله نشته، خو ورو ورو به اغېز وکړي. قطر هغه هېواد دی چې د سولو خبرو منځګړی و او پر اسلامي امارت نفوذ لري، کولای چې پر اسلامي امارت اغېز ولري. خو د اسلامي امارت پرېکړې شرعي دي او نشي کېدای چې په یوه سیاسي سفر بدلون ومومي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوه محمود اضطرابي بیا وايي چې کابل ته د قطر د ځانګړي استازي سفر پر اسلامي امارت یو ډول فشار راوړل دي.

نوموړي وویل: «د هرې ورځې په تېرېدو پر اسلامي امارت فشارونه زیاتېږي چې دغه فشارونه د سعودي عربستان او اماراتو د سفارتونو تړل کې هم دي. قطر څخه هم چې کوم پلاوی راغلی، په یوه ډول ښيي چې د نړیوالو فشارونه زیات شوي. خو په ځواب کې یې د لوړو زده‌کړو وزارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانېستلو خبر ورکوي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې قطر او اسلامي امارت له کلونو راهیسې نږدې اړیکې لري او دغه هېواد د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې کوربه‌توب هم پر غاړه درلود چې ورسره قطر له نږدې دوو کلونو راپدېخوا د افغانستان د سولې خبرو کوربه هم و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام