Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي: ملت امنیت، کار او زده‌کړې غواړي

AmirKhan-Muttaqi-8889-pzon41vl6aa68coolcbq4ncxb4oqfjdv4bcg9ed020

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانان د اسلامي امارت له حکومت څخه امنیت، سوداګري، کار او زده‌کړې غواړي. هغه زیاتوي: «ملت نن خدمت غواړي، ملت له تاسې امنیت، سوداګري، کار او زده‌کړې غواړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي چې نن په کابل کې د مالي جریمو د بښنې غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د اسلامي امارت حکومت د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې مسوولیتونه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اسلامي امارت خپل ډېری مسوولیت سر ته رسولي او په وینا یې، د ټولو مسوولیتونو ادا کولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت خپل مسوولیتونه پېژني او شپه او ورځ د شته ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

امیرخان متقي داسې مهال د کار او زده‌کړو په برخه کې د خلکو پر غوښتنو ټینګار کوي چې اسلامي امارت په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې نه یوازې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، بلکې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې هم د ښځو کار وځنډاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام