مجاهد امریکايي چارواکو ته: زموږ د پرېکړو او مشرانو په اړه بې‌مسوولیته څرګندونې مه کوئ

له هغه وروسته چې اسلامي امارت په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار وځنډاوه، په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را وپارېدل.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي هېوادونو، د بښنې نړیوال سازمان او یوشمېر نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د اسلامي امارت دا پرېکړه په سختو ټکو وغندله.

امیرخان متقي: ملت امنیت، کار او زده‌کړې غواړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانان د اسلامي امارت له حکومت څخه امنیت، سوداګري، کار او زده‌کړې غواړي.
هغه زیاتوي: «ملت نن خدمت غواړي، ملت له تاسې امنیت، سوداګري، کار او زده‌کړې غواړي.»

اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو مالي جریمې وبښلې

د ریاست‌الوزرا اداري او دویم مرستیال عبدالسلام حنفي نن یکشنبه د مرغومې څلورمه کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو د مالیاتي سرغړونو جریمې د دوی د هڅونې او د هېواد اقتصادي پرمختګ په موخه بښل شوي دي.

ګوټرېش: نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به د دوی د سختیو لامل شي

د اسلامي امارت له‌خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ته د غبرګونونو په لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې له دې پرېکړې سخت خواشینی شوی دی. نوموړي ویلي: «افغانستان کې د خلکو د ژوند او معیشت ژغورلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره د ښځو پر کار بندیز به د افغانانو د سختیو لامل شي.»

بلنکېن: افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز به د بشردوستانه مرستو لېږد ټکنی کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د اسلامي امارت د حکومت له لوري د ښځینه‌وو پر کار د بندیز پرېکړه د افغانستان لپاره «ویجاړوونکې» بللې ده. د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي: «داسې امر د ښځو بنسټ‌ییز حقونه نقضوي او د انسان‌‌دوستانه اصولو سره په ټکر کې ده.»