Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوټرېش: نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به د دوی د سختیو لامل شي

guterres

د اسلامي امارت له‌خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ته د غبرګونونو په لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې له دې پرېکړې سخت خواشینی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت دغه پرېکړه به اړمنو کسانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د یاد سازمان د مرستو رسولو لړۍ کمزورې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړې چې دغه سازمان او شریکان یې له هغې ډلې ملي او نړیوال نادولتي سازمانونه په افغانستان کې څه باندې ۲۸میلیونه افغانانو ته بشردوستانه مرستې رسوي، څو ژوندي پاتې شي.

نوموړي ویلي: «افغانستان کې د خلکو د ژوند او معیشت ژغورلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره د ښځو پر کار بندیز به افغانانو ته ناویلي زیانونه رامنځته او د سختۍ لامل به شي.»

دا په داسې مهال دی چې بېګاه ناوخته د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په غیردولي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. په دغه مکتوب کې راغلي چې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعت او د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو د نه پام له امله جدي شکایتونه شوي دي.

د اقتصاد وزارت دغه مکتوب کې زیاته کړې چې د خپل مسوولیت ترسره کولو په موخه ټولو غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته لارښوونه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه امر د ځنډولو په صورت کې به د موسسې جواز لغوه کېږي. د اسلامي امارت له لوري په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو محرومې شوې دي.. حکومت همداراز په تازه‌ګۍ سره د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې هم تر بلې خبرتیا د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام