Asset 1SWN

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ وزګاره شوې دندو ته د ګرځېدو غوښتنه کوي

صخړ

سحر رحیمي چې دوه‌ویشت کلنه ده وايي، د اسلامي جمهوري نظام له سقوط مخکې یې د ملي راډيو ټلوېزیون په ګډون، په خاور او ستاره ټلوېزیونونو کې د خبريالې او د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت کې هم د کارکوونکې په توګه کار کاوه او د کورنۍ لګښتونه به یې پرې پوره کول، خو وزګارتیا او بې‌وزلۍ اوس ژوند ور تریخ کړی دی.

سحر سلام‌وطندار ته ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله غور ته کډه شوې او هلته یې څلور میاشتې په یوه موسسه کې کار کړی، خو بیا یې هغه دنده هم له لاسه ورکړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «په کابل کې مې دنده لرله، خو له سقوط وروسته وزګاره شوم. بیا غور ولایت ته راغلم. اووه کاله مې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی. پلار مې ناروغ دی، کار یې نه شوای کولای، زه کار کولو ته اړ شوم، خو اوس وزګاره یم.»

نوموړې په یوه کرایي کور کې اوسېږي او له څو میاشتو راهیسې یې د کار موندلو لپاره ډېرو ځایونو ته خپل سندونه لېږلي، خو تر اوسه یې کار نه‌دی پیدا کړی. د هغې په خبره، له ژوند څخه ناهیلې شوې او ځینې وخت د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله د ځان‌وژنې فکر هم کوي.

فرشته یوسفي هم چې د تېر اسلامي جمهوري نظام پر مهال یې درې کاله په لویه څارنوالي کې د څارنوالې په توګه دنده سر ته رسولې او د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنۍ وروسته وزګاره شوې وايي، د اقتصادي ستونزو تر څنګ، له امنیتي ګواښونو سره هم مخامخ ده.

هغه زیاتوي چې د ځان او د خپلې کورنۍ د امنیت لپاره يې څو ځله د اوسېدو ځایونه هم بدل کړي دي. فرشته زیاتوي: «درې کاله مې د څارنوالې په توګه په لویه څارنوالي کې کار وکړ. له بده مرغه چې بدلون راغی، وزګاره شوو. ځینو مېرمنې د کور سرپرستې وې، کونډې وې، ځینو پلرونه نه لرل. دوه کاله کېږي چې موږ دندې ته نه‌شوو تللی.»

ثریا روحي چې په تېر نظام کې یې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کمېسیون کې دنده لرله وايي، مخکې چې ښځو پر هر بست کار کاوه، اوس د هرې یوې پر ځای یو نارینه ټاکل شوی دی.

ثریا زیاتوي: «د مالي اړخ په پرتله مو اروايي زیان ډېر لیدلی. پر هر پوزېشن مو چې کار کاوه، اوس پرې نارینه ټاکل شوي. د خپلې راتلونکې په اړه ناهیلې شوې یوو. موږ په ډېر سخت وخت کې زده‌کړې وکړې او اوس بېرته وغورځول شوو. په دغه حالت سره فکر کوو چې یوه ورځ به د ښځې په نوم هېڅ ښځه په ټولنه کې فعاله نه وي.»

د نوموړې په وینا، له دولتي دندې وروسته یې په ډېرې سختۍ په یوه نادولتي موسسه کې دنده پیدا کړه، خو د اسلامي امارت له لوري په نادولتي موسسو کې پر ښځو د کار له بندیز سره یې هغه دنده هم له لاسه ورکړې ده.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په درېیمه نېټه د یوه مکتوب په خپرولو سره په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په داسې حال کې چې د کډوالو په چارو کې د ناروې عمومي منشي یان ایګلېنډ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي و چې د اسلامي امارت له چارواکو سره تر وروستۍ ناستې او خبرو وروسته هیله لري چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي، خو اوس د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د ښځو د کار ځنډولو پرېکړه به تر بل امر پورې دوام ولري.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ په ۱۵مه یو ځل بیا واک ته ورسېد، په څو پرلهپسې فرمانونو کې یې ښځې له کار، زده‌کړو، تفرېحي پارکونو او حمامونو ته له تګ او سپورټي فعالیتونو څخه را وګرځولې او دا پرېکړې یې په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام