سره له دې چې تېرو دوو لسیزو کې افغان ښځو سیاسي او ټولنیزو برخو کې نسبي حضور درلود، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، حکومت او سیاست څخه څنډې ته کړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هېواد کې د اسلامي امارت بیاواکمنېدو سره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او د ښځو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو تازه محدودیتونه ولګېدل.

که څه هم افغان ښځو تېر یوه کال کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اعتراضونو کولو سره د محدودیتونو لرې کولو او د خپلو اساسي حقونو د تامین غوښتنه کړې، خو ګڼ‌شمېر دغه اعتراضونه د اسلامي امارت له لوري ځپل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو وضعیت په اړه تازه رپوټ کې ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ژوند د محدودیتونو په لګولو سره غواړي هغوی له ټولنې څخه ګوښه کړي. رپوټ کې اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ښځو حقوق او ازادۍ تامین کړي.

خو د ښځو حقونو فعالانې وايي، افغانستان کې د ښځو بد وضعیت پایته رسولو لپاره د نړیوالو سازمانونو تکراري اعلامیو خپرولو او اندېښنو ښودو ته تمه نه‌لري. دوی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د عملي ګام پورته کولو غوښتنه کوي.

د ښځو حقونو فعاله معصومه حسیني وویل: «افغان ښځې په ګڼو ستونزو کې راګېر دي او نړیوال سازمانو تراوسه له خبرپاڼو خپرولو پرته څه نه دي کړي. اندېښنې او خبرپاڼې هېڅ درد دوا کولی نشي او اوسني حکومت ته بې ارزښته دي.»

له دې ټولو سربېره د بشري‌حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان کې د ښځو د بشري‌حقونو ټینګښت برخه کې د پام وړ ګامونه نه دې اخیستي.

نوموړې افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د وضعیت بدلون لپاره د لا ډېرو هڅو غوښتنه کوي.

هغې وویل: «د بشري حقونو شورا ناسته سبا پایته رسېږي، خو دغې شورا د افغانستان په اړه مهم کار نه دی کړی او ښايي یو لړ پرېکړې ونیسي. ښايي د خپل رپوټ ورکوونکي ریچارد بنت مسوولیت زیات کړي او ټیم ته یې بشري منابع په واک کې ورکړي. تر دې زیات به څه ونه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې اسلامي امارت تېر شاوخوا یو کال کې تل افغانستان کې د ښځو د حقونو تامین لپاره د هڅو ډاډ ورکړی، خو تراوسه نه دی توانېدلی چې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام