Asset 1SWN

بلال کریمي: د افغانستان په تړاو وروستۍ نړیوالې ناستې ا.ا سره سیستماتیک مخالفت دی

امنیت شورا ملګري ملتونه

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون چهارشنبه د جون ۲۱مه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه وکړه.

دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا افغانستان کې د تېرو درېيو مياشتو پر مهال د يوناما موندنو په اړه راپور وړاندې کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې پر سرپرست حکومت نیوکې وشوې چې ښځې یې له خپلو حقونو محرومې کړي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ جبري ځای پر ځای کېدو ته اړ کړي دي.

مېرمن اوتنبایوا ټینګار کړی چې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدل به دغه هېواد کې د لازیاتې بې‌ثباتۍ لامل شي او اسلامي امارت به تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شي چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې د نړۍ غوښتنې ونه‌مني.

خو اسلامي امارت د افغانستان وضعیت په اړه وروستۍ نړیوالې غونډې سرپرست حکومت سره سیستماتیک مخالفت بولي او ټینګار کوي چې نه ‌غواړي خپلې ګټې د نړیوالو سیاستونو قرباني کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «له بده مرغه چې وروستي ناستې چې جوړېږي، معلومېږي چې د اسلامي امارت پر وړاندې په سېسټماټیک توګه د مقابل لوري طرف نیسي.»

دا په داسې مهال دی چې ملګروملتونو د روان کال د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې اسلامي امارت سره د تعامل پر څرنګوالي خبرې وکړې.

یوشمېر سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډه د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې د موخو تعقیبولو لپاره جوړه شوې او پر دوام به یې ملګري ملتونه د افغانستان د اوسني حکومت له سیاستونو څخه چې کوم تحلیل لري، هغې ته په پام، ځانګړې کړن‌لاره غوره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وویل: «د امنیت شورا داخلي پروسیجر له مخې، لومړی انسجام او دویم قدم کې توصیه او وروسته به د بندیزونو لپاره جلسې کېږي، که توصیه وانه‌اورېدل شي، بلاخره د ملګروملتونو د منشور د پنځم فصل د ۴۱ او ۴۲ مادو پر بنسټ به پرېکنده پرېکړه نیول کېږي.»

کارپوهان ټینګار کوي چې د بهرني سیاست برخه کې نړیوالې ټولنې سره د ا.ا د کړکېچن چلن دوام کولای شي افغانستان له سیاسي انزوا او نورو بې‌ثباتیو سره مخ کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سیدضیا حسیني وویل: «هیله لرم چې سرپرست حکومت راشي افغاني او اسلامي ارزښتونه نړیوالو ارزښتونو سره یو‌شان کړي او د تعامل زمینه برابره کړي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سره له دې چې نړیوالو د ا.ا په رسمیت پېژندو لپاره تل د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار ټینګار کړی، خو د افغانستان اوسني حکومت د نږدې دوو کلونو په تېرېدو لاهم دغه غوښتنې نه دي منلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام