بغلان کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د تولید کارخونو مسوولان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د لاسي صنایعو تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

بغلان کې د لاسي صنایعو د تولید د یوې کارخونې مسووله او د سوداګرو ښځو د ټولنې غړې مارینا اماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د جمهوري نظام پرمهال به یې لاسي صنایع بهر ته صادرول، خو اوس ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل: «زموږ شرکت له ۲۰۱۷ کال راهیسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. د ا.ا له راتلو وړاندې به مو تولیدات هند، روسیې، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان ته صادرل، خو اوس له ډېرو محدودیتونو سره مخ یو.»

مېرمن اماني د ښځو د لاسي صنایعو تولیداتو لپاره د بازار نه‌شتون یو لامل هم بد اقتصادي وضعیت بولي او وايي، دغه کار لامل شوی چې د مېرمنو د لاسي صنایعو تولیدات کم شي.

په همدې حال کې یوشمېر هغه مېرمنې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه د لاسي صنایعو د تولید کارخونو کې کار کوي وايي، ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د لاسي صنایع د یوې کارخونې کارکوونکې شکېبا سلام‌وطندار ته وویل چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، باید پروژې ورته تمدید شي، څو وکولای شي کار وکړي.

تانیا چې خیاطه ده او افغانۍ جامې ګنډي، اسلامي امارت څخه غواړي چې صنعتکاره مېرمنو او د لاسي صنایعو د تولید کارخونو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړې له حکومت غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او د کار پر وړاندې پرتې ستونزې یې ورته هوارې کړي.

په همدې حال کې د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا وايي، سره له دې چې د لاسي صنایعو د تولید ځینو کارخونو ورسره همغږي نه ده کړې، خو بیا یې هم ګڼو دغو کارخونو څخه ملاتړ کړی دی.

ویل کېږي چې بغلان کې د لاسي صنایعو د تولید لسګونه کوچنۍ او لویې کارخونې چې د مېرمنو له خوا رامنځ ته شوي فعالیت لري.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغو کارخونو به مخکې کلونو کې خپل تولیدات هېواد څخه بهر بازارونو ته د پلور لپاره وړاندې کول، خو تېر یوه کال راهیسې د مناسب بازار نه شتون په دلیل یې تولیدات د پام وړ کم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام