تخار کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په «سرک اول» سیمه کې یو چسپکي ماین چې د امنیتي ځواکونو په رېنجرې پسې نښلول شوی و، چاودلی او د اسلامي امارت دوه غړي په‌کې وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینو په وینا، دغه چسپکي ماین د اسلامي امارت په یوې رېنجرې پسې نښلول شوی و چې بېګاه نږدې اته‌نیمې بجې پرې چاودېدلی دی.

د تخار امنیتي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام