د لغمان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ا.ا د سرتېرو پر رنجر موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه سرتیري وژل شوي دي.

پېښه نن سه‌شنبه د تلې ۱۹مه د لغمان اړوند الینګار ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لغمان د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د الینګار ولسوالي په نورلام سیمه د ا.ا د سرتېرو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې دوه سرتیري په‌کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې لغمان کې د ا.ا امنیتي ځواکونو د یادې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې پرون دوشنبه د تلې اتلسمه د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یوې رېکشا کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام