Asset 1SWN

خالد حنفي د ا.ا چارواکو ته: دویم ودونه مه کوئ او بیت‌المال مه پرې لګوئ

n00257086-b

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په کاپیسا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د خلکو د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دې له دویمو ودونو ډډه وکړي او په ودونو کې بیت‌المال هم نه کاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ویلي: «د اسلامي امارت مشر امر کړی چې د ا.ا هغه چارواکي چې یو واده لري، د خلکو د بې‌وزلۍ او ناچارې له کبله دې دویم ودونه نه کوي او بیت‌المال دې هم نه لګوي.»

نوموړي د کاپیسا د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر له رییس څخه غوښتي چې په بې‌پرې توګه د دغه ولایت د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره یې هڅې وکړي.

خو د کاپیسا اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې په دولتي بستونو کې د ګومارنو پر مهال دې وړتیا په پام کې ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده واک ته د رسېدو په لومړیو میاشتو کې د یوه فرمان له لارې پر ټولو چارواکو او غړیو غږ وکړ چې له یوه نه ډېر ودونه ونه کړي، خو د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت ګڼ‌شمېر غړیو دوه، درې او ان څلور ودونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام