په بغلان کې یوشمېر ښځو د مارچ اتمې یا د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې په مناسبت د «اسلام له نظره د ښځو حقونو» تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړې وه.

په دې ناسته کې ښځو بغلان ولایت کې د تاوتریخوالي او په کم عمر کې د ودونو له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ناستې یوه ګډون‌واله مینا صدیقي وايي چې افغانستان کې د ښځو حقونه ډېری وخت د خپلو کورنیو له لوري نقض کېږي او ښځې لا هم په کورنیو کې د تاوتریخوالي قربانيانې دي. نوموړې زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او اجباري او په کم عمر کې ودونه اوس هم روان دي.

په ورته مهال د غونډې یوه بله ګډون‌واله زهره کریمي وايي چې حکومت باید په کورنیو کې دننه او بهر د ښځو پر وړاندې د شته تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د ناستې ګډ‌ونوالو مېرمنو د اسلام له اړخه د ښځو د حقونو په برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه. دوی همداراز له اسلامي امارت څخه غواړي، هغه حقونه چې اسلام د ښوونې او کار په برخه کې ښځو ته ورکړي، په سمه توګه تطبیق کړي.

په همدې حال کې د بغلان ولایت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست اړوند شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون مدیر محمدحسن محمدي وايي چې اسلام‌ د نورو ادیانو په پرتله ښځو ته ډېر حقونه ورکړي او باید دغه حقونه افغان ښځو ته هم ورکړل شي.

نوموړی ټینګار کوي چې هېڅوک په دې ولایت کې حق نه لري، څو د ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار مخه ونیسي. د هغه په خبره، د بغلان ولایت محلي مسوولان هڅه کوي چې د ښځو ستونزې هوارې کړي.

بل‌خوا د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر عبدالفتاح رحیمي وايي، ښځې حق لري چې په اسلام دین کې له خپلو حقونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي او پر بنسټ یې کار او زده‌کړې وکړي.

نوموړی زیاتوي چې دوی هڅه کوي، څو په بغلان ولایت کې د اجباري او کم عمر کې د ودونو او تاوتریخوالي مخه ونیسي او په دې برخه کې د لویو ولسي ناستو د جوړېدو پلان تر لاس لاندې لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخکیني حکومت تر ړنګېدو وروسته او واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د ښځو چارو وزارت د حکومت له جوړښت څخه لرې شو. دا یوازینی بنسټ و چې ښځې د خپلو ستونزو د هواري لپاره ورته هیله‌مندې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام