پر ښځو د محدودیتونو دوام یو‌شمېر نجونې په کم عمر کې واده ته اړ کړي

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې د ښځو حقونو ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو درېدو له امله د جبري او په کم عمر کې د ودونو کره شمېر په لاس کې نه‌لري، خو په وینا یې، هغه اطلاعات او راپورونه چې دوی ته رسېدلي، ښايي چې هېواد کې د جبري او کم عمر کې د ودونو شمېر زیات شوی دی.

۸۸سلنه افغان نجونې د والدینو له‌خوا کم عمر کې واده کولو ته اړ شوي

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پوره‌کېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی. راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو له‌خوا د کورنۍ مالي وضعیت ښه‌والي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.