Asset 1SWN

پر ښځو د محدودیتونو دوام یو‌شمېر نجونې په کم عمر کې واده ته اړ کړي

forced-marriage-pzdr0qc8o1h0ypz55f10a3mntvazd1jhfyr4glacnc-q7d41oamvro20przex349h11ktvnt7vc8hnr2z1jew

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې د ښځو حقونو ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو درېدو له امله د جبري او په کم عمر کې د ودونو کره شمېر په لاس کې نه‌لري، خو په وینا یې، هغه اطلاعات او راپورونه چې دوی ته رسېدلي، ښايي چې هېواد کې د جبري او کم عمر کې د ودونو شمېر زیات شوی دی.

په ورته مهال یو‌شمېر هغه کم عمره نجونې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال واده کولو ته اړ اېستل شوي، وايي چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته او د نجونو نامعلوم برخلیک له کبله اړ شوي چې ودونو ته غاړه کېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو نجونو له ډلې یوه چې نه غواړي نوم یې په یاد راپور کې خپور شي، وايي چې د وروستیو تحولاتو پر مهال ۱۷کلنه وه او د جمهوریت د پرځېدو په دویمه اوونۍ کې جبري واده کولو ته اړ شوې ده.

نوموړې زیاتوي چې له واده وړاندې د کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی و چې د ۳۱۲ نمرو په اخېستلو سره د خپل خوښي پوهنځي ته هم بریالۍ شوې وه، خو د واده له امله له زده‌کړو پاتې شوه.

دغه مېرمن چې اوس ۱۹کاله عمر لري او د یوه شپږ میاشتني ماشوم مور ده، وايي چې هره شپه به تر ناوخته ويښه وه، درس به یې لوسته او تر دولسم ټولګي پورې «اول نمره» وه، خو د وروستیو سیاسي تحولاتو سره یې خواري له‌منځه لاړه او ټولې هیلې یې نیم‌ګړې پاتې شوې.

مریم چې شپږ میاشتې وړاندې ۱۶کلنه وه او جبري واده کولو ته اړ شوې، وايي، هیله یې لرله چې زده‌کړې وکړي او راتلونکې کې ډاکټره شي، خو هېواد کې ترینګلي وضعیت نوموړې جبري واده کولو ته اړ کړې ده.

شهلا چې د جبري واده یوه بله قرباني ده، وايي، ټولنه کې د شته دودونو او رواجونو په دلیل په ۱۶کلنۍ کې اړ شوې چې اجباري واده ته غاړه کېږدي.

نوموړې په ژړه‌غونې غږ او له اوښکو په ډکو سترګو وايي، هیله یې درلوده چې زده‌کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، خو د نظام په بدلون سره کورنۍ یې نوموړې جبري واده ته اړ اېستلې ده.

د شهلا په وینا، هوډ یې نه درلود چې واده وکړي او دې برخه کې د خپلې کورنۍ د راضي‌ کولو ډېره هڅه وکړه، خو وايي چې پایله یې نه لرله.

پاییز چې ژوند یې د نوم په څېر خزاني رنګ خپل کړی، د خپل واده لامل په ټولنه کې د نرواکۍ او واکمنو دودونو له امله بولي. نوموړې زیاتوي چې جبري واده یې ژوند تریخ کړی دی.

نوموړې وايي چې ۱۵کلنۍ کې کوژدن شوې او له هغه یو کال وروسته واده شوې ده. د پاییز په وینا، د کورنیو نارینه‌وو یې د نوموړې له مشورې پرته د هغې د ژوند او راتلونکې په اړه پرېکړه کړې ده.

د ښځو حقونو فعالانې د جبري او کم عمره ودونو اصلي لامل له کار او زده‌کړو د ښځو او نجونو مخنیوی او د ښځو ملاتړو بنسټونو له‌منځه وړل په ګوته کوي.

د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو او ماشومانو د څېړنیز مرکز رییس رییسه او د ښځو حقونو فعاله زرقا یفتلي وايي، له بېلابېلو ولایتونو ورته داسې راپورونه رسېدلې چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته کم عمره او جبري ودونه زیات شوي دي.

د نوموړې په وینا، د یادو قضیو د څېړنې لپاره بنسټونه نشته او د ورته ودونو د شمېر په اړه هم معلومات په لاس کې نشته.

په ورته مهال بامیان او دایکندي کې د ښځو چارو مخکینۍ رییسه ذکیه رضايي سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د نورو لاملونو له کبله اقتصادي ستونزې هم د جبري او کم عمر کې د نجونو د ودونو لامل شوي دي.

د نوموړې په وینا، ځینې کورنۍ د بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې د لس او ۲۰زره افغانیو په بدل کې خرڅې کړي.

د مخکیني حکومت د ښځو چارو وزارت د حمایوي مراکزو رییسه نازیه فیضي هم د نجونو ترمنځ د جبري او کم عمر کې د ودونو ډېروالی تاییدوي او وايي چې د نظام له بدلون وروسته ګڼ‌شمېر کورنیو د روان وضعیت له امله خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړي دي.

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي هم د جبري او کم عمره ودونو د ډېروالي خبره تاییدوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې یو‌شمېر کورنیو د ښوونځیو او پوهنتونونو له زده‌کړو وروسته خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړ اېستلې دي.

په همدې حال کې د عدلیې او امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارتونو ویاندویان که څه هم د د واده لپاره د نجونو ځانګړی عمر نه په ډاګه کوي، خو وايي چې د بلوغ نښو نښانو په ښکاره کېدو سره کولای شي، واده وکړي.

د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلام دین د احکامو پر بنسټ، د ښځو لپاره د واده کولو اصول ټاکل شوي دي. د نوموړي په وینا، د ا.ا مشر فرمان ورکړی چې د اسلام په چوکات کې ښځو حقونه باید تامین شي.

د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر بیا په کم عمر کې د ودونو ډېروالي په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دغه موضوع به د ا.ا مشر د فرمان پر بنسټ وڅېړل شي.

د نوموړي په وینا، د ا.ا مشر د فرمان پر بنسټ، څو حق نه‌لري چې نجلۍ واده کولو ته اړ کړي. مهاجر زیاته کړه چې نجونو کې د بلوغ سن توپير لري او ځینې نجونې په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګېدلي چې دې چارې د اقتصادي زیانونو سربېره، ښځې او نجونې یې له رواني او ټولنیز اړخه هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام