د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته‌ کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي.

ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالره د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده چې د روان میلادي کال تر پایه به افغانستان ته راورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نړیوال بانک پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې ازادې شوې پیسې د ملګرو ملتونو دوو ادارو، د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف یا د ماشومانو ملاتړې ادارې ته ورکړل شي.

د خلاصو شوېو پیسو له حسابه ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې مصرف کړي. پاتې ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې یونیسف به پر دغو پیسو دولس نیم میلیونه افغانانو ته لومړني او اساسي روغتیایي خدمتونه ورسوي او یو میلیون کسان به واکسین کړي.

د اعلامیې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام به له ورکړل شوېو پیسو څخه ۲ میلیونه او ۷ لکه کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره به هم نژدې ۸۴ زره مېندو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره شتمني درلوده چې کابل ته د اسلامي امارت په راتګ سره کنګل شوه.

پر دې سربیره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالره نوره پانګه هم کنګل کړې چې افغانستان کې يې نغدې پیسې کمې او مالي او بانکي چارې یې له ستونزو سره مخامخې کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې نړیوالو بنسټونو په وار-وار افغانستان کې د یوه انساني ناورین او د خراب اقتصادي وضعیت له امله خبرداری ورکړی او له دغه هېواد سره یې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې.

په تازه‌ګۍ سره د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي، که چېرته د نړیوالې ټولنې له لوري پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې نه شي، ښايي په دغه هېواد کې د لوږې او سړې هوا له امله یو میلیونه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام