د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله ۱۵۵ ماشومان مړه او نږدې ۲۵۰ نور تپیان شوي دي.

د راپور پربنسټ، دغو ولایتونو کې په شوې زلزله کې ۳۶۲ زره کسان چې ۱۹۰ زره يې ماشومان دي، زیانمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یونېسف د راپور له مخې، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې شوې زلزلې ګڼ‌ کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، د اوبو رسولو سېسټمونه او نورې مهمې برخې له منځته وړي او یاد ولایتون کې د وروستیو ورځو پرمهال ګرمي هم زیاته شوې ده.

په همدې حال کې، یونېسف په یاد راپور کې ټینګار کړی چې اوس په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ۱۲روغتیايي مرکزونو او ۹ ګرځنده ټیمونو له لارې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

بل‌‌خوا د پکتیکا د ګیان او برمل ولسوالیو اوسېدونکې سلام وطندار ته وايي چې په سیمو کې یې د ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دوی په خبره، تر زلزلې وروسته د څښاک پاکې اوبه خرابې شوي چې له امل ګڼ‌شمېر ماشومان په اسهالاتو اخته شوي دي. د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د ماشومانو روغتیايي وضعیت ته په کتو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

ومو غوښتل چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله ماشومانو ته د اوښتو زیانونو په اړه د یونېسف تازه راپور په تړاو د عامي روغتیا وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

یونېسف د ماشومانو د کورنیو د غړو مړینه، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه نه‌شتون، هغه ستونزې یادوي چې په وینا يې، ماشومان ورسره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د ماشومانو څخه د ملاتړ یوې موسسې تر زلزلې وروسته د ماشومان د ارواحي وضعیت خرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام