په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ځانګړي استازي محمد اګ ایویا ویلي چې یوازې د دوو ورځو پرمهال دغه هېواد کې ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د تېرې اوونۍ د چهار شنبې او پنچ‌شنبې پر ورځو په کابل، بلخ او روزګان ولایتونو کې د چاودنو له امله ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونېسف ځانګړي استازي ټينګار کړی چې دغه هېواد کې دې د ماشومانو پر وړاندې سرغړونې ودرول شي.

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د تېرې چهارشنبې پر ورځ د درېوو چاودنو شاهد وو. دغه چاودنې د مزارشریف ښار د پنځمې او لسمې حوزو اړوند سیمو کې وشوې.

د یادو چاودنو په پایله کې ۹ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. داعش وسله‌والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په ورته مهال د تېرې چهارشنبې پر ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې د ټرافیک په څلور لارې کې د «حضرت زکریا» په جومات کې هم چاودنه وشوه. د کابل د امنیې قومنداني د ویاند خالد ځدراڼ په وینا، په دغه چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور بیا ټپیان شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل، هرات، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې چاودنې شوي چې ډېری ملکیان په‌کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د افغانستان د بشري‌حقونو وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ هم ویلي و چې په کابل او بلخ کې د بریدونو له امله ملکیان وژل شوي چې ۱۶ یې ماشومان دي. نوموړي د دغو بریدونو په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام