د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا یونیسف، استازی محمد اګ ایویا ویلي چې پر خوست او کونړ د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په خوست کې ۱۲ نجونې او درې هلکان او په کونړ ولایت کې بیا درې نجونې او دوه هلکان د دې بریدونو له امله وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف استازي زیاته کړې، په داسې حال کې چې دغه ماشومان په خپلو کورونو کې په خوب ویده، د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

ایوا ټينګار کړی چې د ماشومانو پر وړاندې باید هر ډول تاوتریخوالی ودرول شي. نوموړي همداراز ویلي، مرستندویه ډلې سیمې ته د زیانمنو او قربانیانو سره د مرستې لپاره لېږدول شوي دي.

یونیسف له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې د نړیوالو قوانینو پربنسټ دې ملکي وګړو او د هغوی کورونو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او هر وخت او په هر ډول چې کېږي، د ماشومانو ژوند  خوندي کړي.

پر خوست او کونړ د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې څه باندې ۴۰ کسان ووژل شول او یو‌شمېر ټپیان شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بریدونه په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکو د دغو بریدونو په غبرګون کې لاریونونه هم وکړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام