Asset 1SWN

ا.ا په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین پر مراسمو شوې چاودنې غندلي

ایران

د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو کې شوې دوه مرګونې چاودنې په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي چې ا.ا دغه چاودنې غندي او د ایران حکومت او خلکو ته په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه چاودنې پرون «چهارشنبه، جنورۍ درېیمه» د قاسم سلیماني د څلورم تلین د نمانځنې مراسمو کې شوي چې د راپورونو له مخې، تر دې مهاله  ۱۰۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۱۱ کسان ټپیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:  https://twitter.com/QaharBalkhi/status/1742734045510001056

د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. ځینو ایراني رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ ښودلی او ویلي یې دي چې په تېروتنه د ځینو کسانو نومونه دوه ځلې لیکل شوي وو.

تراوسه د دې برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی. دغه برید ایران کې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د ایراني رسنیو په حواله د یاد هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي مرستیال د یادو چاودونو مسوولیت پر اسراییلو وراچولی دی. هغه تور پورې کړی چې دا چاودنې د اسرییلو له‌خوا تنظیم شوې وې.

قاسم سلیماني چې د ایران تر ټولو نوم‌وتی قومندان و او له ۱۹۹۸ کال راهیسې د ایران د قدس ځواکونو مشري ور تر غاړې وه، ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د یوې بې‌پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر درېیمه هغه مهال تر برید لاندې راغی چې له یو‌شمېر نورو شعیه‌پلوه ایراني چارواکو سره د بغداد له نړیوال هوايي ډګره د وتو په حال کې وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام