مجاهد: د ا.ا پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت ته پام وکړي

د کندهار والي او د ا.ا مشر ته نږدې کس محمدشیرین اخوند د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی. که څه هم تر دې مخکې د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ویلي و چې د اسلامي امارت دغه چارواکی به له پاکستاني چارواکو سره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر موضوع خبرې وکړي، خو د دغه پلاوي تر سفر وروسته دا خبره تایید نه‌شوه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لارې چارې او د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټینګښت د دغه سفر تر ټولو مهمې موخې وګڼل شوې.

کابل کې د یوشمېر نجونو نیول کېدل؛ د امر بالمعروف مسوولان: ټولنه کې یې بې‌حجابي دودوله

د امر با.لمعروف او نهې ‌عن‌.المنکر وزارت د محتسبانو له لوري د کابل په ځینو سیمو کې د یوشمېر نجونو د نیولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم‌مهاله د دغه وزارت مسوولان مني چې محتسبان یې د شرعي مکلفیت پر بنسټ، اړ شوي په ټولنه کې د فحشا او ناسم حجاب مخه ونیسي.

د اټغر ولسوالي سړک خرابوالی؛ خلک: کلات ته د درې ساعتو پرځای ۲۴ساعتو کې رسېږو

د زابل د اټغر ولسوالي اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالي مرکز کلات ته د غځېدلي سړک خرابوالي له کبله د درېوو ساعتو مزل ۲۴ ساعتو ته اوږد شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د لارې خرابوالي له کبله يې بېړني ناروغان کلات ته تر رسېدو مخکې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي او د ژمي پرمهال د خوړو له کمښت سره هم مخ کېږي.

هیونډای او کیا تېرکال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي

د سوېلي کوریا هیونډای او دې شرکت پورې تړلي کیا د موټر جوړونې کمپنۍ مسوولان وايي چې روان ۲۰۲۴ کال به یې په نړیواله کچه پلور دوه سلنه لوړ شي.

دواړو شرکتونو په ټولیزه توګه تېر ۲۰۲۳ کال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي چې د یاد شرکتونو له‌ لوري د پلور له ټاکل شوې اصلي موخې درې سلنې کم دي. یادو شرکتونو تېر ۲۰۲۳ کال د ۷.۵۲ میلیونه موټرو د پلور هدف ټاکلی و.

ا.ا په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین پر مراسمو شوې چاودنې غندلي

د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو کې شوې دوه مرګونې چاودنې په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي چې ا.ا دغه چاودنې غندي او د ایران حکومت او خلکو ته په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله له هند سره لوبه کوي

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي‌افریقا په کوربه‌توب د درې اړخیزې لوبلړۍ د سیالیو په لړ کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۱۴مه» د سوېلي‌افریقا د جهانس‌بورګ په اولډ اېډوارډینس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

بلخ کې د «برېل خط نړیواله ورځ» ونمانځل شوه

بلخ کې د یوه خصوصي پوهنتون له‌خوا د «برېل خط» یا د نابینایانو د ځانګړې لیکنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه. په دې نمانځ‌غونډه کې یو‌شمېر نابینایانو او د بلخ محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

دغه نابینایان د زده‌کړو او کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي. په ورته مهال بلخ کې یوه بل نابینا سیدمحمد یزدان‌پرست سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت نابینایان د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.